د ملی یووالی حکومت په هره نوې ټاکنه کې، د ولسی جرګې د یو تن غړی نوم تر سترګو کیږی. په یو نوی مورد کې، د ولسی جرګې یو شمیر غړی، د والی، د دفتر رییس، په دولتی ادارو کې د مرستیال او سفیر په توګه ټاکل شوی دی. د استازو یو بل نوملړ هم ترلاس لاندې دی، چې په یو شمیر دولتی دندو وګومارل شی.
د افغانستان ولسی جرګه ټول ۲۴۹ غړی لری، خو اوسمهال زیاتره دغه څوکۍ تشې دی. د افغانستان ولسی جرګې په دواړو دورو ۱۵ او ۱۶ کې، خپل یو شمیر غړی په ځانمرګو بریدونو په پایله کې له لاسه ورکړل. اوس د ولسی جرګې د شپاړلسمې دورې قانونی موده هم پای ته رسیدلې ده. د شپاړلسمې دورې زیاتره غونډې په تشو څوکیو سره ترسره کیدې. یو شمیر استازی په بهرنیو سفرونو، یو شمیر یې په کورنیو سفرونو او یو شمیر نور پر سیاسی چنو وهلو بوخت دی. له دې اړخه، ان په ترټولو حساسو ورځو کې هم د ولسی جرګې نصاب بشپړ نه وی. ځینې وختونه، کله چې یو دولتی چارواکی استجواب شوی، د چارواکی د ځواب وړاندې کولو په مهال په ټوله جرګه کې ۲۰ استازی نه لیدل کیږی. یو شمیر استازی ان د خپلو پوښتنو د ځواب ترلاسه کولو ته هم نه تم کیږی.

هیڅ کوم اصول او مقررې تراوسه پر دې نه دې توانیدلی، چې ولسی جرګه په یوه کاری ضابطه کې داخل کړی. د غیرحاضرو استازو د نومونو اعلان هم د نصاب له پوره کیدو سره مرسته و نه کړه. په زړه پورې لا دا ده، چې یو شمیر استازی ان د میاشتو میاشتو لپاره په بهر کې وی. خو تراوسه پورې د دغو غیرحاضریو په تړاو هیچا کوم کار نه دی کړی. شپارلسمې دوره، په یوه لانجمنه فضا کې خپل کار پیل کړ او د کاری دورې په پای کې یې اغیزمنتیا پیکه ښکاری. په اداری پلاوی کې بې نظمۍ او په کاری ورځو کې د اجنډا نشتوالی، د یو شمیر استازو د سرګردانیو او ان غیرحاضریو لامل شوی دی. د کمیسیونونو په غونډو کې هم همدا ستونزه ترسترګو کیږی. د کمیسیونونو غونډې د بیخی لږ استازو په ګډون جوړېږی. په ولسی جرګه کې د پیاوړو سیاسی کړیو او اغیزمنو څیرو اغیزله امله د بحثونو مسیر په دې جرګه کې هره ورځ له خپلې اصلی موضوع څخه بلې خوا ته ځی. پر یو شمیر استاز د امتیازونو ویش، بهرنی سفرونه او هغوی ته د زغره والو ګاډو ورکړه، لامل شوی، چې استازی په کلیدی او حساسو مسلو کې چوپتیا غوره کړی.
د داخلی چارواکو په ګومارنه او ګوښه کیدنه کې د استازو هڅې، د خپل سرو وسله والو بړیڅو لرلو په موخه د دوی هڅې، په یو شمیر سیمو کې د لانجو اصلی لامل ګڼل کیږی. اوسمهال ولسی جرګه د اغیزمنو پارلمانی ډلو له لرلو څخه بې برخې ده، په دې جرګه کې که ډلې هم شته، د ولسی جرګې غړو خپل منځی راکړې ورکړې پر بنسټ دی.
د ملی یووالی حکومت په پیل کې هڅه وکړه، چې د ولسی جرګې له غړو څخه څوک پر حکومتی دندو و نه ګوماری. خو اوسمهال هره ورځ د دغو غړو د ټاکل کیدو خبرونه خپرېږی. دې ته په پام سره، چې له ولسی جرګې څخه بهر وړ کدرونه ډېر شته، نو غوره ده، چې ټاکنې د ولسی جرګې له محدودې څخه بهر ترسره شی. د ولسی جرګې څوکیو تشول په اوسنیو شرایطو کې د هیواد په ګټه او مصلحت نه دی. تر دې مخکې هم د ولسی جرګې یو شمیر غړی، ولسمشرۍ او مرستیالۍ د نوماندۍ لپاره له جرګې څخه ووتل.
برچسبها: منبع روز نامه هشت صبح
+ نوشته شده توسط عیسی خان محمدی در چهارشنبه بیست و چهارم آبان ۱۳۹۶ و ساعت
11:10 |
ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ...
ما را در سایت ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ دنبال میکنید
برچسب:
نویسنده:
بازدید: 39
تاريخ: يکشنبه
5 آذر
1396 ساعت: 5:45