د عامې روغتیا وزارت: اته سلنه خلک پر شکرې ناروغۍ اخته دی

خرید بک لینک
د عامې روغتیا وزارت وایی چې په هیواد کې د شکرې ناروغۍ د ډیروالی لاملونه ښاری ژوند، د فزیکی فعالیتونو کموالی، له ناسمو خوړو کار اخسیتل او ډیر چاغوالی دی او د شمیرو له مخې اته سلنه افغانان دا ناروغی لری.

ددغه وزارت سلاکار ډاکتر خواجه قمرالدین صدیقی د یکشنبې په ورځ د شکرې ناروغۍ مخنیوی نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې په ۲۰۱۲ کال کې نولس زره کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوی و:« په ۲۰۰۵ کال کې د عامې روغتیا وزارت پر یوې پروژې کار وکړ چې اوس یې له موږ سره اټکلیزې شمیرې شته او نولس زره تنه تر ۲۰۱۲ کال پورې د شکرې ناروغی له امله مړه شوی دی.» دی زیاتوی:« د شمیرو له مخې اته سلنه افغانان پر دې ناروغۍ اخته دی خو شمیرې باوری نه دی موږ هڅه کوو په ټول افغانستان کې د شکرې ناروغی تثبیت مرکزونه جوړ کړو او بیا له دې لارې کره شمیرې تر لاسه کړو.»
نوموړی وایی چې ورکول شوې شمیرې ښیی چې په وروستیو شپږو میاشتو کې هم درې زره کسان ددې ناروغۍ له امله مړه شوی دی.
دی وایی که چیرې خوراک او درملنې ته پام ونه شی شونې ده پر دې ناروغۍ اخته کسانو شمیر نور هم ډیر شی. ښاغلی صدیقی وویل:« شکره په عامه اصطلاح د مرضونو مور ده هر کس چې پرې اخته شی نو شونې ده د وینې فشار، د زړه فشار یې لوړ شی، د کولمو په سرطان اخته شی. شکره هم په اوږدمهال کې د انسانانو د بدن غړی په نښه کوی.»
نوموړی وایی هغه کسان چې عمر یی له ۴۰ کلونو پورته دی باید هر کال یا درې درې کاله وروسته وینه معاینه کړی. نوموړی وایی یو ډول شکره ارثی او بله یې بیا د فزیکی خوځښتونو د کموالی له امله رامنځ ته کیږی. نوموړی وایی دویم ډول ژر نه مالومیږی او شونې ده په اخته کس کې یې شل کاله تیر کړی وی.
بلخوا د ناساری ناروغیو د کنټرول برخې رییس ډاکتر فهیم پیغام بیا ددې ناروغۍ د ډیروالی له امله خبرداری ورکوی او وایی دا چې فزیکی فعالیتونه کم شوی، ښاری ژوند ډیر شوی دی او موټرې ډیرې دی له دې سره سم ناسم خواړه هم ډیر کارول کیږی نو شکره مخ په ډیریدو شوې. نوموړی وویل:« هغه ستونزه چې زموږ په ټولنه او ټوله نړۍ کې شته دا ناروغی مخ په ډیریدو ده کله چې په نړۍ کې دا شمیرې ډیریږی نو په افغانستان کې هم شمیرې مخ په ډیریدو شوی دی.»
د روغتیا د نړیوال سازمان ځای ناستې ډاکټرې ایمان شانکتی وایی چې د دوی څیړنې ښیی چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به پر دې ناروغۍ اخته کسان له شپږ سوه میلیونه ډیر شی. نوموړې وایی شکره هر کال پنځه میلیونه کسان وژنی. نوموړې وویل:« تر ۲۰۳۵ کال پورې به له هر و دولسوکسانو یو پر شکرې اخته وی. هر کال شکره پنځه میلیونه وژنی. یانې په هرو اوو ثانیو کې یو کس وژنی او هر کال یې په درملنه شپږ سوه میلیونه ډالره لګول کیږی.»
د عامې روغتیا وزارت وایی چې دوی هڅه کوی نوی تدبیرونه ونیسی. د دوی په خبره په دې برخه کې هڅه کوی د خلکو عامه پوهاوی ډیر کړی او هم به څو بستریز روغتون ورته جوړ کړی.
داکټران وایی چې د شکرې ناروغۍ په اوږد مهال کې زړه، د وینې رګونه، سترګې او د انسان اعصاب تر خپل اغیز لاندې راولی. دا ناروغی ددې ترڅنګ عصبی شوک او د زړه ناروغۍ هم ډیروی.


برچسبها: منبع روز نامه هشت صبح

+ نوشته شده توسط عیسی خان محمدی در چهارشنبه بیست و چهارم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 11:20 |

ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ...

ما را در سایت ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ دنبال می‌کنید

برچسب: نویسنده: بازدید: 80 تاريخ: يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 5:45

صفحه بندی