د ګوزڼ د لهمنځه وړلو لپاره ایټالیا ۴ مېلیونه یورو مرسته کړې

خرید بک لینک

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د ایټالیا دولت ۴ مېلیون او ۳۰۰ یورو د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره په افغانستان او همدارنګه تر پنځه کاله د کم عمره ماشومانو د خوراکي وضعیت د ښهوالي لپاره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو نه ملاتړ برخه یا یونیسف وایي، د ګوزڼ ناروغۍ د ختمېدو لپاره د افغانستان او پاکستان روغتیایي ډلو ترمنځ همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا ده.

د سوېلي اسیا لپاره د یونیسف ادارې مشرې جین ګاوف په دې وروستیو کې د کندهار سپین بولدک ته تللی و.

مېرمن ګاوف؛ دغلته د هغو ماشومانو د واکسینولو بهیر ارزاوه چې خپلو کورنیو سره له پاکستانه افغانستان ته راستنېدل.

هغې زیاته کړه چې سږکال په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي.

د یونیسف د شمېرو پر بنسټ، د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه، په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ۹ پېښې او په پاکستان کې ۵ پېښې ثبت شوې دي.

ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ...

ما را در سایت ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ دنبال می‌کنید

برچسب: نویسنده: بازدید: 92 تاريخ: شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:18

صفحه بندی