په زور اخیستل، وژل، او سوزول د هغو لارو له جملې څخه دي چې طالبان پرې افغانان وېروي

خرید بک لینک
چارواکي او اوسېدونکي وایي، چې د اورپکو یاده ډله د مخابراتي شبکو د اختلال ګواښ هم د خلکو د وېرولو د یوې طریقې په توګه کاروي.

طالبان د جولای په ۱۸مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په لمنو کې له خپلو وسلو سره ولاړ دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې د ملکي خلکو مړینې د ۱۶۶۲ تنو ریکارډ کچې ته ورسېدې. طالبان او د ورته فکر نور اورپکي ګروپونه په زور د پیسو اخیستلو، سوزولو، وژلو، د مخابراتي شبکو د ویجاړولو او په جبري توګه د بې کوره کولو په شمول د افغانانو پر ضد د بې رحمانه جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.

په جوزجان ولایت کې د خانقاه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد اکرم سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو د یادې ولسوالۍ د سیمو اوسېدونکیو ته امر کړی دی چې د خپلو کرنیزو ځمکو او مالدارۍ په سر د کال ۱۰۰۰۰۰ (۱۴۶۵ ډالره) افغانۍ عشر او زکات ورکړي،»

هغه وویل، «خو ډېرو اوسېدونکيو د دغو تادیاتو وس نه درلود، او مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي.»

د جوزجان د والي یوه ویاند محمد رضا غفوري د اکرم خبرې تایید کړې.

د ۲۰۱۶ د جون د ۲۸مې یو عکس د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یوه کور سوزېدلي پاتې شوني ښیي. د ۲۰۱۶ په می کې د داعش اورپکو د هغو خلکو کورونو ته اور ورته کړ چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې جګړه کوله.

طالبانو د اپریل په ۲۹مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د پولیس افسرانو کورونو ته اور ور واچاوه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له اوسېدونکیو څخه په زور د پیسو اخیستلو سربېره... طالبان هغوی دې ته مجبوروي چې عشر او زکات تادیه کړي. که تاسو پیسې ونه لرئ، هغوی مو مالونه له ځانونو سره بیایي.»

غفوري وویل، «په جوزجان کې د طالبانو پر ضد عملیات شروع شوي دي، او دا به تر هغه وخته دوام وکړي چې ټول کلي په بشپړ ډول تصفیه شي،»

د مخابراتی خدمتونو بندول

په ورته وخت کې، په فراه او غزني ولایتونو کې طالبان مخابراتي شرکتونه ګواښي او .

د فراه د والي ویاند نصر مهري سلام ټایمز ته وویل، «د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې، طالبان خصوصي مخابراتي کمپنۍ ګواښي، او هغوی دې ته مجبوروي چې خپل انټنونه بند کړي،»

هغه وویل، «طالبانو کمپنیو ته ګواښ وکړ، او خبر یې ورکړ چې که هغوی مالیه ورنه کړي، طالبان به هغوی له فعالیت څخه منع کړي،» او زیاته یې کړه چې «هڅې روانې دي چې د کمپنیو فعالیتونه بیا له سره پیل شي.»

په غزني کې، چارواکي د عین ډول وضعیت خبره کوي.

د غزني د ولایتي شورا رییس خالقداد اکبري سلام ټایمز ته وویل، «د اکتوبر په ۸ مه، طالبانو په دغه ولایت کې درې انټنونه ویجاړ کړل، او د غزني په خواوشا سیمو کې یې د اوسېدونکیو لپاره ټیلیفوني ارتباطات له ستونزو سره مخامخ کړل،»

هغه وویل، «که طالبان خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي، په دغه ولایت کې به ټول مخابراتي او انټرنټي فعالیتونه بند شي،»

د کورونو سوزول

د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د اکتوبر په ۶ مه د طالبانو یوه برید له ۲۰۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي وروسته له هغه د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور کړل چې اورپکو ډېر کورونه وسوزول.

د آب کمري ولسوالۍ د تګاب رباط کلي یوه اوسېدونکي جارالله، چې د ولایت په مرکز کې د قلعه نو سیمې ته تښتېدلی، وویل، «طالب اورپکو زمونږ کلي ته په راننوتلو سره په کورونو ډزې شروع کړې، چې یو شمېر کلیوال یې ټپیان کړل،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی ډېر کورونه وسوزول. زما مېرمنې، پنځو ماشومانو او ما وکولی شوای چې د شپې په تیاره کې راوځو.»

وروسته، هغه د هغو ویجاړتیاو په هکله خبر شو چې طالبانو رامنځته کړي ول.

هغه وویل، «طالبانو زمونږ ټول ملکیتونه راوسوزول. تر دې چې هغوی زمونږ مالونه له ځانونو سره بوتلل. مونږ کلیوالو ته هېڅ شي هم نه دي راپاتې... مونږ نور نشو کولی چې د پخوا په څېر په خپل کلي کې ژوند وکړو.»


برچسبها: منبع طلوع نیوز

+ نوشته شده توسط عیسی خان محمدی در یکشنبه چهاردهم آبان ۱۳۹۶ و ساعت 14:32 |

ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ...

ما را در سایت ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ دنبال می‌کنید

برچسب: اخیستل,افغانان, نویسنده: بازدید: 101 تاريخ: پنجشنبه 18 آبان 1396 ساعت: 22:25

صفحه بندی