د ۲۰۱۷ د لومړیو ۹ میاشتو په دوران کې، په شیعه مسلمانانو باندې په داسې حال کې، چې هغوی په خپلو
جوماتونو یا مذهبي مراسمو کې سره راغونډ شوي ول، بریدونو ۲۷۸ تنو ته تلفات ور واړول.
یو افغان د پاخه عمر سړی د اکتوبر په ۲۳ مه په کابل کې په امام زمان جومات کې وروسته له هغه ژاړي چې د اکتوبر په ۲۰ مه د جمعې د ورځې د ماښام په لمانځه کې یوه ځانمرګي برید لسګونه سړي، ښځې او ماشومان ووژل.
داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. دا یو له هغو څو بریدونو څخه وو چې د څلورو ورځو په ترڅ کې یې سلګونه افغانان ووژل یا ټپیان کړل.
د اکتوبر په میاشت کې د څلورو ورځو په ترڅ کې سلګونه
ملکي خلک په هغو بریدونو کې، چې
طالبانو او داعش یې مسؤلیت واخیست، ووژل شول یا ټپیان شول.
دغو بریدونو، په تېره بیا هغه چې داسې خلک یې په نښه کړل چې په جوماتونو کې یې لمونځونه کول، د علماوو، د بشري حقونو د سازمانونو او عامو افغانانو سخته غوسه راوپاروله او دغه کار یې وغانده.
داعش د هغه ځانمرګې چاودنې مسؤلیت پرغاړه واخیست چې د اکتوبر په ۲۰ مه د جمعې د ورځې د ماښام د لمانځه په ترڅ کې یې په کابل کې په امام زمان جومات کې ۵۶ تنه شیعه عبادت کوونکي ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم موجود ول.
په همدې ورځ یوه بل ترورستي برید د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د سنیانو یو جومات په نښه کړچې لږ تر لږه ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ...
ادامه مطلبما را در سایت ازاد شوی کاناډایی یرغمل وایي حقاني شبکې د هغه ماشوم وواژه او په ښځه یې ورته جنسي تېری وکړ دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : tawdakhabrona بازدید : 62 تاريخ : شنبه 9 دی 1396 ساعت: 21:18